یمن کې تر سختو جګړو وروسته امریکا د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده

یمن کې تر سختو جګړو وروسته امریکا د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده
په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان په مشرۍ سعودي ایتلاف په یمن کې سخت بریدونه کړی دي. د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې تر دې دمه اویا کسان وژل شوي دي.
(2022 / 1 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا په یمن کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د حوثي یاغیانو او سعودي په مشرۍ ایتلاف ترمنځ وروستۍ نښتې د جدي اندېښنې وړ دي.
امریکا وایي ژر تر ژره دې دواړه لوري تاوتریخوالی او ناندرۍ راکمې کړي ځکه روان وضعیت د یمن وګړو ته سخت زیانونه اړولي دي.
په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان په مشرۍ سعودي ایتلاف په یمن کې سخت بریدونه کړی دي. د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې تر دې دمه اویا کسان وژل شوي دي.






