لنډیکوتل کې پولیسو نشه ی توکي خرڅوونکي کسان نیولي دي

باغي ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل پوليس سټيشن ايس ايچ او شاه خالد آفريدي په سيمه کښي کاروائي کړې ده, پولیس وایی دوی دري آئس نشه خرڅوونکي نيولي دي۔
د زرائعو ترمخه د لنډي کوتل پوليس سټيشن ايس ايچ او شاه خالد آفريدي د خلقو شکايتونو پس د لنډي کوتل مختلفو سيمو کښي دري کسان ګرفتار کړي دي او د دوي قبضي نه ئي 975 ګرامه آئس او يو پستول برآمد کړي دي.
پولیس وایی دوی به عدالت ته وړاندې شي. د لنډي کوتل پوليس سټيشن ايس ايچ او شاه خالد آفريدي وئيلي دي چي د ضلعي پوليس عمران خان په خاص هداياتو به د آئس نشه يي توکو د خرڅونکو خلاف به سخته کاروایی کولې شي.





