WFP : افغانستان کې د خوړو بحران مخ پۀ پراخېدو دی 

0
168

WFP : افغانستان کې د خوړو بحران مخ پۀ پراخېدو دی 

سرچينه وايي، نږدې ۹ ميليونه افغانان به قحطۍ ته د ورته  وضعيت سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوړو د بحران په اړه خپلې موندنې داسې مهال خپروي چې ټاکل شوې سبا د افغانستان بشري وضعيت ته د رسيدنې په موخه په جنيوا کې يوه لويه نړيواله غونډه وشي.

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبلیو اېف پي وايي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب بحران د ژوريدو په حال کې دی.

د خوړو نړيوال پروګرام يوې څېړنې ښودلې چې دا مهال د افغانستان ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خونديتوب نه لري او دا شمېرې د لوړيدو په حال کې دي.

د ياد پروګرام د يوې سروې له مخې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې کورني عوايد او کاري فرصتونه په شدت د کميدو په حال کې دي نږدې ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه ‌لري.

ډبیلو اېف پي اټکل کړی چې په روان ۲۰۲۲ کال کې به د افغانستان تر نيمايي ډير وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ وي.

Leave a reply