پر روسیې د غرب تر بندیزونو وروسته؛ افغانستان کې د سون توکو بیې راټیټې شوې دي

پر روسیې د غرب تر بندیزونو وروسته؛ افغانستان کې د سون توکو بیې راټیټې شوې دي
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، پر روسیې د لویدیځو هېوادونو بندیزونه لامل شوي چې روسیه اوس خپل صادرات اسیايي هېوادونو او افغانستان ته زیات کړي چې له امله یې د هېواد دننه د تېلو او ګازو بیې ټیټې شوې دي.
(2022 / 3 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراين د جګړې له کبله پر روسيې د لويديځو هيوادونو بنديزونه د دې سبب شوي چې په افغانستان کې د سون توکو بيې را ټيټې شي.
په کابل ښار کې چې څه موده وړاندې د هر ليتر تيلو بيې تر ۹۰ افغانيو پورې رسېدې اوس ۶۵ افغانيو ته راټيټه شوې ده. دغه راز د اوبلن ګاز بيه هم له ۸۵ افغانيو اوس ۷۵ افغانيو ته را ټيټه شوې ده.
په کابل کې د تيلو لوی پلورونکي وايي چې پخوا د هر ټن تيلو بيه ۱۱۰۰ امريکايي ډالره وه چې اوس ۸۰۰ ډالرو ته را ټيټه شوې ده.