روسیې پر اوکراین خپل بریدونه محدود کړل

0
170

روسیې پر اوکراین خپل بریدونه محدود کړل

بلخوا د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکرات د ترکیې په کوربه توب ترسره کېږي، روسیه غواړي اوکراین بې وسلې کړي، باید بې طرفي اختیار کړي او د روسیې ګټو ته خطر جوړ نه کړي، هغه غوښتنې چې ښایي د اوکراین حکومت یې ونه مني.

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې حکومت اعلان کړی چې د ترکیې په مذاکراتو کې د باور فضا د رامنځ ته کولو په موخه یې خپلو بریدونو کې د پام وړ کموالی راوستی دی او تمه لري چې دغه مذاکرات ښې پایلې ولري.

دمګړۍ روسیې پر پلازمینه کیف بریدونه محدود کړي دي خو وايي په شمالي برخو کې به تصفیوي عملیات دوام کوي. بلخوا امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو د روسیې دې اقدام ته د شک په سترګه کتلي او وایي د روسیې د ورته شاتګ پر وړاندې باید له ځیرکتیا کار واخیستل شي.

Leave a reply