چین، روسیه، امریکا او پاکستان د افغانستان په اړه خبرې کوي  

0
183

چین، روسیه، امریکا او پاکستان د افغانستان په اړه خبرې کوي

 د دې غونډې کره نېټه نه ده په ګوته شوې خو چینایي لوری وایي چې غونډه خورا مهمه ده. تر دې وړاندې هم چین ویلي چې له امریکا د افغانستان د اقتصادي ودې او ددغه هېواد د کنګل شوو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کوي او ښایي په دې غونډه کې هم دغه غوښتنې مطرح شي.

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په نږدې ورځو کې به د افغانستان په تړاو څلور اړخیزه غونډه جوړېږي چې په هغه کې ددغه هېواد پر وضعیت او راتلونکې خبرې کېږي.

د دې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا تایید کړې چې په نږدې ورځو کې به د نړۍ درې ځواکمن هېوادونه او پاکستان د افغانستان په اړه غونډه ولري. سرچینه کاږي امریکا په دې هم خبره ده چې د افغانستان پلاوی به د چین په غونډه کې ګډون کوي.

Leave a reply