برېټانیا لۀ افغانستان سره ۳۴۷ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

0
207

برېټانیا لۀ افغانستان سره ۳۴۷ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د ۴،۴ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه وشي.  برېټانیا وار له مخه دغه مرسته اعلان کړې ده او تر دې وړاندې یې هم په څو جوپو کې لسګونه میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې چې د مرستندویه بنسټونو له لوري به په افغانستان کې لګول کېږي.

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

برېټانیا له افغانستان سره ۳۴۷ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړه.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی غواړي په افغانستان کې د بشري ناورین په مخنیوي کې هڅه وکړي او له افغانانو سره لا ډېرې بشردوستانه مرستې وکړي. برېټانیا دا مرسته د افغانستان په تړاو د بشري مرستو د راټولو کنفرانس په درشل کې کړې ده.

ددغه کنفرانس کوربه توب هم برېټانیا، المان او ملګري ملتونه کوي.

Leave a reply