حکومتي غړیو د ترین ګروپ سره اړیکې نیولي، د مهمو وزارتونو وړاندیز

باغی ټي وي رپورټ
حکومتي ټیم د ترین له ډلې سره تماس نیولی او د مهمو وزارتونو د ورکولو وړاندیز یې کړی او د حکومت د پرېکړو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
د تفصيلاتو ترمخه د دفاع وزير پروېز خټک او د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري د ترين ډلي مشر عون چوهدري سره په ټيليفون خبرې کړي دي.
د مشرق رپورټ مطابق د حکومت او ترین ګروپ ترمینځ د نورو انديښنو به سمدستي هواري لپاره هم ګامونه واخستل شي.
د حکومت د باور په اړه عون چوهدري وويل چې د نهايي مشورې وروستو به زمونږ تګلاره ډیره زر مخې ته راشي.بل خوا چوهدري پروېز الهي د عبدالعليم خان ګروپ سره رابطه کړې ده، د عليم خان ګروپ وياند خالد محمود ويلي دي چې د خپلو ټولو ملګرو سره مشورې وروسته به ځواب ورکړي.






