د روژې په مبارکه میاشت کې د اولس لپاره د صوبایی حکومت یوه لویه پریکړه او اعلان

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د عام اولس د ګټې او اسانتیا لپاره د روژې په مياشت کې په اوړو د ۲.۵ اربه روپو سبسډي ورکولو فيصله او اعلان کړې دې.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کې د صوبايي کابينې غونډه وشوه ، په دې غونډه کې د وزيراعلې محمود خان مهم ګام او د تاريخي رمضان پېکج منظوري ورکړې ده.
د وزیراعلی د ټولنیزو رسنیو د رپورټ مطابق د روژې په مياشت کې به په صوبه کې د اوړو شل کيلو بورۍ په 800 روپو ترلاسه کيږي.
د 10 کیلوګرامه اوړو یوه کڅوړه به په 400 روپیو کې ترلاسه شي.
دا پریکړه هم شوې ده چې دا اوړه به په ارزانه بیه د ټول ولایت په بازارونو کې د ۲۸۰۰ پلورنځیو او ۱۲۳ رمضان اسانتیاوو په مرکزونو کې شتون ولري.
غونډه کې محمود خان په ډاګه کړه چې د روژې په مياشت كښې به اولس ته د زياتې مرستې رسولو لپاره ټول وسائل په كار راوستل شی چې اولس ته سهولتونو او اسانتیاوې ورکړل شی.






