ایم کیو ایم د اپوزیشن اتحاد سره یو ځای شول، د عمران خان لپاره یو لوی سرپرایز

0
174

باغي ټي وي رپورټ
د عدم اعتماد له تحریک څخه وړاندې وزیراعظم عمران خان ته د اپوزیشن مشرنو او ګوندونو له لوري یو لوی سرپرایز (حیرانتیا) ورکړل شوې ده، د حکومت لوی متحد ایم کیو ایم هم له حکومته څخه جلا شوې دې.

جیو نیوز رپورټ مطابق، دسرچينو ترمخه د متحده اپوزيشن اؤ ايم کيو ايم ترمينځ پریکړه شوې ده، په رپورټ کې زیاتوي چې وس وزيراعظم عمران خان حکومت په قومي اسمبلۍ کې ظاهراً اکثريت له لاسه ورکړى دې او په قومي اسمبلۍ کې 164 اؤ د متحده اپوزيشن شمير 177 ته رسيدلى دى چې دا ثابتوي چې د وزیراعظم عمران خان په ضد په د ناباورې تحریک کامیاب شي.
دسرچينو له مخې اپوزيشن په قامي اسمبلۍ کې دحکومتي د منحرف غړیو پرته د ایم کیو ایم په شاملیدو سره اکثريت ترلاسه کړي دې خو تراوسه اپوزیشن مشرنو دې په اړه رسمي اعلان نۀ دى کړې.

د اپوزيشن سرچينو ترمخه ايم کيو ايم به د عدم اعتماد تحريک کښې د اپوزيشن ملاتړ کوي او په دې لړ کښې د دواړو ترمينځه يوه معاهده او پریکړه هم شوې دې۔
دسرچينو ترمخه په دغه مسوده دايم کيو ايم پاکستان اؤ متحده اپوزيشن مشرانو لاسليک کړى دى چې وروستو به دواړه پلاوي يو مطبوعاتي کانفرنس کوي.د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو او د اېم کيو اېم سېنېټر فيصل سبزواري هم په خپل ټویټر پانړه د دې معاهدې تصديق کړے دے او ټویټ ی کړې دې ، په ټویټ کې وایی چې د متحده اپوزیشن او ایم کیو ایم ترمینځ معاهده شوې ده.

د ايم کيو ايم سنيټر فيصل سبزواري په خپل ټويټ کښې وئيلي دي چې د پيپلز پارټۍ سي اي سي او ايم کيو ايم پاکستان رابطه کميټۍ تجويزونه ورکړي دي او د متحده اپوزيشن او متحده قومي موومنٹ پاکستان ترمينځه معاهده حتمي شوې ده او تفصيل به د معاهدې تر تصديق وروسته ميډيا ته په رسمي توګه وړاندې کولې شي۔

Leave a reply