اپوزیشن له لوري د پنجاب وزیراعلی څوکۍ لپاره څوک امیدواران دي؟
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) قومي اسمبلۍ غړي جاويد لطيف جيو نيوز سره په ټيلي فون خبرو کې څرګنده کړې ده چې حمزه شهباز به د پنجاب وزيراعلي لپاره اميدوار وي.
جاويد لطيف په خپلو خبرو کې وويل مسلم ليگ(ن) په پنجاب اسمبلۍ کې اکثريتي ګوند دى نو د ۱۰لسو کسانو ګوند ته به د وزيراعلي څوکۍ څنګه ورکولى شي؟
د مسلم ليګ نون مشر وئيلي دي چې حمزه شهباز او عليم خان د پنجاب د وزيراعلي څوکۍ لپاره اميدواران دي خو د پارټۍ مشرانو د حمزه شهباز په نوم اتفاق کړې دې او په دې مسله له نواز شريف سره سلا مشورې روانې دي.
جاوېد لطیف د باور څرګندولو سره وویل چې د اپوزیشن شمیرې بشپړې دي او د وزیر اعلی څوکۍ لپاره به د وروستي کاندید په اړه په یوه یا دوه ورځو کې پریکړه وشي.