پیښور کې ماشومانو سره د جنسي تیري پیښې زیاتې شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
پيښور کښي په 24 ساعتونو کښي د دريو ماشومانو سره د جنسي تيري پيښي رامخي ته شوي دي.
په یوه بله پیښه کې د حيات آباد ميډيکل کمپلکس کښي د کينولا لګولو په سر شخړه کښي يو کم عمره طالبعلم اغوا کړے شوے او يو سټاف نرس ته ئي په وهلو ټکولو سره د هغه نهه کلن وراره په ډزو وژلے دې.
د مشرق رپورټ مطابق، د پيښي په اړه د احمد په نوم يو تن د تحصيل پوليس ته ويلي چي د هغه نهه کلن وراره او خپل اووه کلن ورور زين العابدين د نعمان د جنرل سټور څخه ټافې اخستلو لپاره تللي وو۔
د دوکان څخه په بېرته راستنېدو پر مهال ماشومانو ورته وويل، چې کله هم د نعمان دوکان ته ځي، نو تورن ورسره بد چلند کوي، بدې خبرې کوي ورته کوي او دوی ځوروي.
بل خوا د څمکني په سيمه کې د افريدي ګړۍ څخه ٤ تنو يو لس کلن ماشوم مسمي (ز) تښتولى او په موټر کې لرې پټو تته يې وړي دي او جنسي تیرې ی پر کړې.
بلخوا د خان رازق شهيد پوليس سټيشن د ناز سينيما هوټل يو ١٦ کلن کارکوونکې مسمي (م) پوليسو ته ويلي چې هغه د هوټل د کوټې په پاکولو بوخت وو چې د شمالي وزيرستان اوسېدونکی بغداد خان زوی عزيز خان ورسره د بدفعلۍ کولو کوشش وکړو خو ما شور جوړ کړو او د هوټل یو بل کاروونکي زه وژغورلم.






