امریکايي مبصر ویلي چې امریکا افغان کډوال لۀ پامه غورځولي

0
155

امریکايي مبصر ویلي چې امریکا افغان کډوال لۀ پامه غورځولي

د امريکا د اريزونا دولتي پوهنتون پروفيسور او د ملي امنيت مبصر پيټر بيرګن سي ان ان ټلويزيون ته په کړې تبصره کې پر ولسمشر جوبايډن له دې کبله توندې نيوکې کړې چې په وينا يې د کډوالو له مسئلې سره دوه مخی چلند کوي.

 

(2022 / 3 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امريکا د اريزونا دولتي پوهنتون پروفيسور او د ملي امنيت مبصر پيټر بيرګن سي ان ان ټلويزيون ته په کړې تبصره کې پر ولسمشر جوبايډن له دې کبله توندې نيوکې کړې چې په وينا يې د کډوالو له مسئلې سره دوه مخی چلند کوي.

بيرګن تېره اونۍ په پولنډ کې له اوکرايني کډوالو سره د بايډن کتنې ته اشاره کړې او ويلي يې دي، په داسې حال کې چې امريکا د اوکراين په مسئله کې لومړۍ درجه مسووليت نه لري خو بايډن بيا هم له اوکراينې کډوالو سره کتلي او هغوی ته يې د کډوالۍ د ۱۰۰ زره ويزو د ورکړې ژمنه کړې؛ خو د افغان کډوالو په تړاو يې تر اوسه په داسې حال کې هيڅ نه دي کړي چې د افغانستان د اوسني وضعيت لومړۍ درجه مسووليت د امريکا متحدو ايالتونو ته ور تر غاړې دي.

پيټر بيرګن ويلي، په داسې حال کې چې د اوکراين او افغانستان د وګړو شمير تقريباً مساوي دی، ولسمشر بايډن د يوه هغه د وګړو د ژغورنې هڅې کوي او د بل هغه له پامه غورځوي.

نوموړی وايي، له اوکرايني کډوالو سره مرسته بده خبره نه ده خو په وينا يې امريکا بايد لومړی هغه څه ترسره کړي چې د ترسره کولو مسووليت يې لري.

Leave a reply