وروستي بدلون افغانستان کې واړۀ کاروبارونه سخت زیانمن کړي دي 

0
171

وروستي بدلون افغانستان کې واړۀ کاروبارونه سخت زیانمن کړي دي 

د چين ډيلي چاينا خپرونې، چې په افغانستان کې يې د ګڼ شمير وړو کاروبارونو له څښتنانو سره خبرې کړې ويلي، چې د هېواد اکثريت کاروبارونه له دې کبله تړل شوي چې د پخوا په څېر په ازاده توګه سوداګري او اقتصادي فعاليتونه نه شي کولی.

 

(2022 / 3 /  29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان پر ارزي زيرمو د لويديدځو هيوادونو د بنديزونو له کبله په افغانستان کې واړه کاروبارونه سخت ځپل شوي چې له کبله يې د بيکارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

د چين ډيلي چاينا خپرونې، چې په افغانستان کې يې د ګڼ شمير وړو کاروبارونو له څښتنانو سره خبرې کړې ويلي، چې د هېواد اکثريت کاروبارونه له دې کبله تړل شوي چې د پخوا په څېر په ازاده توګه سوداګري او اقتصادي فعاليتونه نه شي کولی.

په تړل شويو کاروبارونو کې هر يوه له لسو بيا ان تر پنځوسو پورې کارکوونکي درلودل، په داسې حال کې چې اوس يې د کارکوونکو شمېر لسو ته هم نه رسيږي.

پر کابل د ا.ا تر ولکې وروسته د امريکا متحدو ايالتونو د دغه هيواد په بانکونو کې د افغانستان خوندي شوې شتمنۍ کنګل کړې چې له کبله يې په هيواد کې اقتصادي فعاليتونه په ټپه ودريدل.

ډيلي چاينا د شنونکو له قوله ويلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د فقر لمن ورځ تر بلې پراخيږي، د دغه هيواد پر شتمنيو د بنديزونو دوام به د سخت اقتصادي او بشري بحران سبب شي.

Leave a reply