د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په مسکو کې د بالتيک حوزې هيوادونو سفيران احضار کړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په مسکو کې د بالتيک حوزې هيوادونو سفيران احضار کړي
مسکو دا ګام تر هغې وروسته دی چې د ختيځې اروپا ځينو او په ځانګړي ډول د بالتيک حوزې هيوادونو له خپلو خاورو د روسي ډيپلوماټانو ايستل پيل کړل چې ورسره سم د مسکو او اروپا تر منځ ديپلوماتيک کړکيچ هم پراخ شو.
( 2022 / 3 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ګارډين ورځپاڼې ويلي، مسکو نن د استونيا، لتوانيا او لتويا سفيران د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ته احضار کړي او له خپلې خاورې يې د يادو هيوادونو د ځينو ډيپلوماتانو د وتلو پريکړه ورته ابلاغ کړې ده.
د مسکو دا ګام تر هغې وروسته دی چې د ختيځې اروپا ځينو او په ځانګړي ډول د بالتيک حوزې هيوادونو له خپلو خاورو د روسي ډيپلوماټانو ايستل پيل کړل چې ورسره سم د مسکو او اروپا تر منځ ديپلوماتيک کړکيچ هم پراخ شو.
د بالتيک حوزې هيوادونو پر اوکراين د روسيې تر بريد وروسته د سويفټ خدمتونو ته د مسکو د لاسرسي د محدودولو غوښتنه هم کړې وه.






