په راتلونکو ورځو کې د پاسپورت د وېش بهیر په نورماله توګه پیلېږي
په راتلونکو ورځو کې د پاسپورت د وېش بهیر په نورماله توګه پیلېږي
په وروستیو کې په ټول هېواد کې د پاسپورتونو د منظم وېش له امله خلک شکایت کوي او پر حکومت غږ کوي چې دغه څانګه فعاله او فعالیتونه یې منظم کړي. اوس افغان حکومت ژمنه کړې چې دغه بهیر به ډېر ژر په نورماله توګه پيل شي.
(2022 / 3 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاسپورت د عمومي ریاست ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د روان کال د حمل یا وري میاشتې په شپاړسمه به په ټول هېواد کې د پاسپورت د وېش بهیر په نورماله توګه پیل شي.
د دۀ په خبره هېوادوال کولی شي په انلاین توګه د پاسپورت د وېش غوښتنلیکونه ډک کړي او د تېر په څېر به دغه بهیر په نورماله توګه او له ستونزو پرته مخ ته ځي.