دبلیو او ایچ او ملګري ملتونه د افغانستان پۀ اړه غونډه کوي 

0
142

دبلیو او ایچ او ملګري ملتونه د افغانستان پۀ اړه غونډه کوي 

په دې غونډه کې د روغتيا نړيوال صندوق، د ماشومانو د ملاتړ صندوق، د افغانستان او قطر د حکومتونو استازي، بسپنه ورکوونکي او د ځينو نورو بشرپالو ادارو استازي ګډون کوي او د راتلونکي يوه نيم يا دوو کلونو لپاره به په افغانستان کې د روغتيا سکتور لومړيتوبونه وټاکي.

 

(2022 / 3 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د افغانستان د روغتيا سکتور د موقتي لومړيتوبونو د په نښه کولو لپاره په دوحه کې غونډه کوي.

په دې غونډه کې د روغتيا نړيوال صندوق، د ماشومانو د ملاتړ صندوق، د افغانستان او قطر د حکومتونو استازي، بسپنه ورکوونکي او د ځينو نورو بشرپالو ادارو استازي ګډون کوي او د راتلونکي يوه نيم يا دوو کلونو لپاره به په افغانستان کې د روغتيا سکتور لومړيتوبونه وټاکي.

د روغتيا نړيوال سازمان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دا غونډه به د روانې مارچ مياشتې له ۲۹مې بيا تر ۳۱مې نيټې پورې دوام وکړي.

ياده غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو، سختې وچکالۍ، پراخيدونکې لوږې او د ماشومانو د خوارځواکۍ له کبله له سختو ننګونو سره مخ دي.

Leave a reply