امریکا او سعودي عربستان د یمن او ایران پر مسئله خبرې کړې دي
امریکا او سعودي عربستان د یمن او ایران پر مسئله خبرې کړې دي
همدا راز دواړو لورو د ایران پر اټومي هوکړه او په دې برخه کې پر ترسره شوو مذاکراتو هم بحثونه او خبرې کړې دي. امریکا ویلي چې د روژې په میاشت کې د اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو له طرحې ملاتړ کوي او تمه لري چې دواړه لوري دې اوربند ته ژمن پاتې شي.
(2022 / 3 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکايي رسنیو د راپور پر بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې تلیفوني مکالمه کې پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو وروستي بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې دوی د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ دي.
همدا راز دواړو لورو د ایران پر اټومي هوکړه او په دې برخه کې پر ترسره شوو مذاکراتو هم بحثونه او خبرې کړې دي. امریکا ویلي چې د روژې په میاشت کې د اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو له طرحې ملاتړ کوي او تمه لري چې دواړه لوري دې اوربند ته ژمن پاتې شي.
عربستان یو ځل بیا ددې غوښتنه کړې چې د ایران پر وړاندې باید له احتیاط کار واخیستل شي او د اټومي هوکړې پر سر روانو مذاکراتو کې باید بې پروايي و نه شي.