د اوکراین په ماريپول کې جګړې ناورین جوړ کړی دی

0
152

د اوکراین په ماريپول کې جګړې ناورین جوړ کړی دی

بلخوا روسي ځواکونه له پلازمینې کېف په شا شوي دي او اوکرایني ځواکونه ادعا کوي چې له لاسه وتلې سیمې یې بېرته نیولې دي. اوکراین همدا راز وايي چې له روسیې سره د اوربند په لټه کې هم دي.

 

(2022 / 3 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ماريپول ساحلي ښار مسوولین وایي چې دغه ښار تر محاصره لاندې دی او زرګونه کسان د وتلو هڅه کوي. چارواکي همدا راز وایي چې تر دې دمه په دغه ښار کې د جګړو له امله شاوخوا پنځه زره کسان وژل شوي، چې خورا بوږنوونکې شمېره ده.

سرچینه کاږي چې زرګونه ملکي وګړي باید له دغه ښار و ایستل شي، ځکه دوی لا هم د روسانو تر محاصره لاندې دي او هره شېبه د هوایي بریدونو امکان شته دی.

بلخوا روسي ځواکونه له پلازمینې کېف په شا شوي دي او اوکرایني ځواکونه ادعا کوي چې له لاسه وتلې سیمې یې بېرته نیولې دي. اوکراین همدا راز وايي چې له روسیې سره د اوربند په لټه کې هم دي.

Leave a reply