د ا.ا.ا اقتصادي کميسيون د کابل ښار د عزيزي پلازا، بي-۱ او بي-۲ مکروريانونو د کاناليزاسيون لګښت را کم کړی دی

0
118

د ا.ا.ا اقتصادي کميسيون د کابل ښار د عزيزي پلازا، بي-۱ او بي-۲ مکروريانونو د کاناليزاسيون لګښت را کم کړی دی

ياد کميسيون د مکروريانونو د مراقبت او ساتنې دولتي شرکت ته امر کړی چې د اونيکس شرکت اړوند عزيزي پلازا، بي-۱ او بي-۲ مکروريانونو د کاناليزاسيون لګښت دې، چې اوسمهال د هر متر مربع پر سر ۱۰ افغانۍ دی، ۶ افغانيو ته را کم کړي.

 

(2022 / 3 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ا.ا.ا اقتصادي کميسيون د کابل ښار د عزيزي پلازا، بي-۱ او بي-۲ مکروريانونو د کاناليزاسيون لګښت را کم کړی دی.

ياد کميسيون د مکروريانونو د مراقبت او ساتنې دولتي شرکت ته امر کړی چې د اونيکس شرکت اړوند عزيزي پلازا، بي-۱ او بي-۲ مکروريانونو د کاناليزاسيون لګښت دې، چې اوسمهال د هر متر مربع پر سر ۱۰ افغانۍ دی، ۶ افغانيو ته را کم کړي.

کميسيون دغه راز پريکړه کړې چې د کابل ښار د ترافيکو عوايد دې د ښاروالۍ پر ځای د کورنيو چارو وزارت بودجې ته انتقال شي.

اقتصادي کميسيون دغه راز ويلي چې که د وروستۍ پريکړې له کبله يې کابل ښاروالي د بودجې له کسر سره مخ شي نو د ماليې وزارت به اضافي بودجه ورکړي.

Leave a reply