اردوغان له پوتین څخه په اوکراین کې د اوربند غوښتنه کړې

0
153

اردوغان له پوتین څخه په اوکراین کې د اوربند غوښتنه کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د يوې ټليفوني اړيکې په ترڅ کې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین غوښتي چې په اوکراين کې اوربند ته غاړې کيږي او د بشري مرستو د رسولو لپاره شرایط برابر کړي.

 

(2022 / 3 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د يوې ټليفوني اړيکې په ترڅ کې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین غوښتي چې په اوکراين کې اوربند ته غاړې کيږي او د بشري مرستو د رسولو لپاره شرایط برابر کړي.

د رویترز خبري اژانس د ولسمشر اردوغان په دفتر کې د سرچينو په حواله ويلي چې اردوغان د روسيې ولسمشر ته په اوکراين کې د اوربند او سولې لپاره د مرستې وړانديز هم کړی دی.

سرچينې ويلي، دواړه ولسمشران سره سلا شول چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو په استانبول کې ترسره شي.

Leave a reply