حقوقي بنسټونو پر سعودي عربستان غږ کړی چې د یمن جګړه ودروي

حقوقي بنسټونو پر سعودي عربستان غږ کړی چې د یمن جګړه ودروي
په اعلامیه کې راغلي چې په یمن کې روانه جګړه چې تل پکې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي باید ژر تر ژره ودرول شي. دغو بنسټونو زیاته کړې ده چې په یمن کې د روانې جګړې له امله تر اوسه پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي.
(2022 / 3 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بشري او مدني حقونو د ملاتړ ۱۳۸ بنسټونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د عملیاتو درولو غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې په یمن کې روانه جګړه چې تل پکې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي باید ژر تر ژره ودرول شي. دغو بنسټونو زیاته کړې ده چې په یمن کې د روانې جګړې له امله تر اوسه پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه بنسټ د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې د جګړې پر ځای مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي او خپلې ټولې غوښتنې د خبرو اترو له لارې مطرح کړي.
د یادونې ده چې پرون په زرګونو یمني وګړو هم د یو پراخ لاریون په ترڅ کې د سعودي او یمن له حکومتونو څخه د جګړې درولو او مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې ده.






