هرات کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
هرات کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر محمدآصف کبير ويلي چې د ګوزڼ واکسيناسيون پيل شوی کمپاين به څلور ورځې روان وي او په ترڅ کې به يې د هرات د ټولو ولسواليو په شمول د لويديځ حوزې ۷۴۰ زره ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي واکسين شي.
(2022 / 3 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په لويديځو ولايتونو کې د ګوزڼ واکسينو پسرلنی کمپاين پيل شوی دی.
د هرات والي نوراحمد اسلام جار د ياد کمپاين د پرانيستې په مراسمو کې له خلکو غوښتي چې د واکسيناسيون له ټيمونو سره د کمپاين په تطبيق کې مرسته او همکاري وکړي.