روسيې پر روسي رسنیو د زلنسکي د مرکې پر خپرېدو بندیز لګولی
روسيې پر روسي رسنیو د زلنسکي د مرکې پر خپرېدو بندیز لګولی
زلينسکي ويلي وو چې له يادې مرکې يې موخه دا ده څو روسان په اوکراين کې د جګړې له واقعيته خبر کړي. روسي چارواکو پرون ناوخته رسنيو ته خبرداری ورکړی چې د مرکې له خپرولو دې ډډه وکړي.
(2022 / 3 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسيې د دغه هيواد رسنيو ته خبرداری ورکړی چې د اوکراين د ولسمشر مرکه خپره نه کړي.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پرون له ميدوزا خبري اژانس، دوژد ټلويزيون، کمرسانت ورځپاڼې او زيګار يوټيوب چينل سره يو نيم ساعته مرکه کړې وه.
زلينسکي ويلي وو چې له يادې مرکې يې موخه دا ده څو روسان په اوکراين کې د جګړې له واقعيته خبر کړي. روسي چارواکو پرون ناوخته رسنيو ته خبرداری ورکړی چې د مرکې له خپرولو دې ډډه وکړي.
په راپورونو کې ويل شوي چې د مرکه کوونکو رسنيو په اړه پلټنې هم پيل شوې دي.