د افغانستان بانک سبا ۱۲ میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک سبا ۱۲ میلیونه ډالر لیلاموي
د دغه بانک په خبره، له دې کار څخه یې موخه د افغانۍ ارزښت لوړوالی دی او ټینګار کوي چې دوی به د افغانۍ د ثبات لپاره خپل ورتر غاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
(2022 / 3 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت لوړوالي لپاره سبا ته ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، دغه بانک غواړي چې سبا ورځ د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې شاوخوا (۱۲) میلیونه امریکايي ډالر د یوې رڼې پروسې له لارې وپلوري.
د دغه بانک په خبره، له دې کار څخه یې موخه د افغانۍ ارزښت لوړوالی دی او ټینګار کوي چې دوی به د افغانۍ د ثبات لپاره خپل ورتر غاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی خو په بازار کې د خوراکي توکو بیې په خپل حال پاتې دي.