د پي ټي آیی مشرانو او پی ایم ایل ق مشرنو مهمه غونډه شوې

0
42

باغی ټي وي رپورټ
مسلم لیګ (ق) وايي، د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند له پلاوي سره یې د پنجاب ایالت د اعلی وزیر په اړه خبرې نه دي کړي.
د تفصيلاتو ترمخه د ګل په ورځ د واکمن پاکستان تحريک انصاف او د اتحادي پاکستان مسلم ليګ (ق) مشرانو ترمينځه يو مهم ملاقات شوې چې پکښې د دواړو ګوندونو مشرانو په مختلفو مسئلو تفصيلي خبرې اترې کړي دي.
د بې اعتمادۍ تحريک او سياسي وضعيت په شمول د دوه اړخيزه ګټو په موضوعاتو په دې مهمه غوډه کې ټنګار شوې دې.
د مسلم ليګ (ق) لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د حكومتي پلاوي سره د پنجاب د وزيراعلي په اړه كومې خبرې نه دي شوي۔ د بيان ترمخه د شاه محمود قريشي، اسد عمر او پرويز خټک په ګډون يو حکومتي پلاوي د چوهدري وروڼو سره ليدنه کړې چې پکې د مسلم ليګ (ق) استازي چوهدري پرويز الاهي، طارق بشير چيمه، مونس الهي، سالک حسين او حسين الهي شامل وو.

Leave a reply