صوبه کې د ناجایزه ګټه کوونکو او ذخیره کوونکو په ضد کاروایی کولو لپاره پریکړه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
خېبرپښتونخوا حکومت د روژې په مياشت کې د ذخيره کولو او ناجایزه ګټه کوونکو دوکاندارانو او سوداګرو د مخنيوي کې د ناکامۍ په صورت کې د اړوندې ادارې په ضد د سختو کارروايۍ فيصله کړې ده.
د سيکرټري په مشرۍ کښې شوې غونډه کښې فيصله شوې چې صوبه کښې به د روژې په مياشت کښې د خوراکي او نورو څيزونو بې له ځنډه سپلائي جاري ساتلې شي
انتظامیه اشاره ورکړې ده چې هغه اړوند افسران په د خپل ځای څخه بل ځای ته بدل کړې شی کوم چې د ناجایزز ګټه کوونکو او د خوراکي توکو ذخیره کوونکو په ضد په کاروایی کې ناکامه شي.
د مشرق رپورټ مطابق د اړوندو ضلعو مرستيال کمشنرانو ته لارښوونه وکړې شوه چې د روژې له مياشتې مخکې دې په خپلو سیمو کې او ضلعو کې د ذخيرې او ناجایزه ګټو کوونکو په ضد کاروایی وکړي او د ذخیره کولو د مخنيوي لپاره دې ځانګړي ټيمونه جوړ کړي.
اړوند ادارو ته لارښوونه شوې ده چې د فعاليتونو د څارنې مسووليت به يې په اونيز ډول د صوبایی ادارې سره شريکوي د هدفونو د ناکامۍ په صورت کې به د اړوند ادارو او اړوندو ادارو افسران د خپلو دفترونو څخه نورو علاقو ته بدل کړې شي.






