د بزدار په ضد به د ناباورۍ اعتماد تحریک د قانوني مطابق وشي

0
132

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې د وزيراعلي عثمان بزدار خلاف د عدم اعتماد تحريک به د قانون مطابق چلولې شي
د تفصيلاتو ترمخه د پنجاب وزيراعلې عثمان بزدار په ضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړے شوے دې او ددې په اړه د صوبائ سپيکر چوهدري پرويز الهي ته خبر ورکړے شوے دے۔ سيکرټري محمد خان بهټي د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ته د عدم اعتماد تحريک په اړه بريفنګ ورکړو۔
په دې لړ كښې صوبائي سپيكر ووئيل چې د عدم اعتماد په تحريك كښې به ټول شرعي قوانين او د اسمبلۍ قوانين په بشپړه توګه عملي كولې شي۔ هغه وویل چې د عدم اعتماد د تحریک یوه کاپي هم ورته استول شوې ده.
ياده دي وي چي متحده اپوزيشن د وزيراعلي عثمان بزدار په ضد د عدم اعتماد تحريک کښي خپل شمير پوره کړي دي ولي حکومت هم 182 نمبرونه پوره کړي دي۔

Leave a reply