جوزپ بورل ویلي چې د نړۍ قدرتونه او ایران هوکړې ته نیږدې شوي

0
181

جوزپ بورل ویلي چې د نړۍ قدرتونه او ایران هوکړې ته نیږدې شوي

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې امریکا او نورو نړیوالو قدرتونو له ایران  سره مذاکراتو کې د پرمختګ خبرونه ورکړي دي خو ایران ویلي چې دوی یوې اساسي هوکړې ته تر رسېدو وړاندې د مذاکراتو په اړه څه نه شي ویلی.

 

(2022 / 3 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل ویلي چې ایران له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټومي تړون پر سر خبرو کې یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

د هغه په خبره، د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ پر اټومي تړون باندې روانې خبرې مثبت لور ته روانې دي او ژر ده چې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې امریکا او نورو نړیوالو قدرتونو له ایران  سره مذاکراتو کې د پرمختګ خبرونه ورکړي دي خو ایران ویلي چې دوی یوې اساسي هوکړې ته تر رسېدو وړاندې د مذاکراتو په اړه څه نه شي ویلی.

Leave a reply