افریدي: که ځان وژنه حرامه نه وای؛ د پاکستان پارلمان باندې مې ځانمرګی برید کاوۀ

افریدي: که ځان وژنه حرامه نه وای؛ د پاکستان پارلمان باندې مې ځانمرګی برید کاوۀ
افریدي تېره ورځ په کوهاټ کې یې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې پاکستاني پارلمان کې روانې نادودې ورته د زغملو نه دي او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته ځان وژنه حرامه نه وای نو ده په پارلمان کې پر خپلو سیاسي مخالفینو ځانمرګی برید کړی ؤ.
(2022 / 3 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان پارلمان کې د کشمیر کمیټې مشر شهریار خان افریدي ویلي چې ځانمرګی برید حرام دی کنه په پارلمان کې دننه یې ځانمرګی برید کول.
افریدي تېره ورځ په کوهاټ کې یې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې پاکستاني پارلمان کې روانې نادودې ورته د زغملو نه دي او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته ځان وژنه حرامه نه وای نو ده په پارلمان کې پر خپلو سیاسي مخالفینو ځانمرګی برید کړی ؤ.
تر دې وړاندې د پاکستان د هوایي ځواکونو مرکزي وزیر غلام سرور خان هم په پینډۍ کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي وو چې که ځان وژنه اسلام نه وای منع کړې نو ده به د وطن او دین پر دښمنانو ځانمرګی برید کړی و.
په همدې حال کې د چارو شنونکي وایي چې د عمران خان حکومت په دې ډول څرګندونو سره خلک ترهګرۍ ته هڅوي.






