حوثي یاغیانو د سعودي د تېلو پۀ ذخایرو برید کړی
حوثي یاغیانو د سعودي د تېلو پۀ ذخایرو برید کړی
دغه وزارت پر ایران تور ولګاوه، چې حوثي یاغیانو ته د بالستیک توغندیو او په وسلو سمبال پرمختللې بې پیلوټه الوتکې ورکوي او ویلي یې دي، چې د حوثیانو بریدونه به د نړۍ بازارونو ته د تېلو رسولو بهیر ځنډمن کړي. ایران پر وسلو د حوثیانو د سمبالولو خبر نه مني.
(2022 / 3 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د یمن حوثیانو اعلان کړی، چې پرون یې د سعودي عربستان په جده ښار کې د ارامکو د تیلو پر تاسیساتو بریدونه کړي.
د عربستان په مشرۍ ایتلاف هم ویلي، چې جده کې پر ارامکو نفتي تاسیساتو برید شوی، چې ورسره د ذخیره کولو دوو مخزنونو اور اخیستی، خو مرګ ژوبله نه لري. د عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي، چې اورلګېدنه مهار شوې ده.
د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي، چې د حوثي یاغیانو د بریدونو له امله د نړۍ د تېلو په صادراتو کې د خنډ مسوولیت پر غاړه نه اخلي.