د ناټو سازمان سرمنشي ویلي چې لا مو هم افغانان ندي هېر کړي
د ناټو سازمان سرمنشي ویلي چې لا مو هم افغانان ندي هېر کړي
د نوموړي په وینا، هغوی باید په دې اړه ځواب ورکوونکي واوسي. د هغه په باور د ټولو هغو افغانانو باید ملاتړ وشي چې د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ، د ښځو د حقوقو او د نجونو د زده کړو په برخو کې فعالیتونه کوي.
(2022 / 3 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د افغان نجونو پر تعلیم د بندیز له امله خواشيني څرګنده کړې او ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت پخپلو ژمنو وفا نه ده کړې.
د ناټو سرمنشي دا څرګندونې پرون په بروکسل کې د اوکراین په تړاو دې ددې سازمان تر سرمشریزې غونډې وروسته د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی تر اوسه افغانستان نه دی هېر کړی.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې تعلیم د نجونو او ښځو په ګډون د هر انسان بنسټیز حق دی، په تېرو شلو کلونو کې میلیونونه افغان نجونې او هلکان ښوونځیو ته تلل او یو له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېده.
سټولټنبرګ وايي له زده کړو څخه د نجونو د بې برخې کولو هره هڅه له هغو ژمنو څخه سرغړونه ده چې طالبانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره کړې وه.