چین لۀ افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی 

0
219

چین لۀ افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی 

د راپورونو له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره په لیدنه کې ویلي هیواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا سره هوکړه لري او چمتو دی چې د کانونو د استخراج، سړکونو او روغتونونو جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

(2022 / 3 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان چارواکو په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحث کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا چمتووالی ښودلی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر سره دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په ناسته کې پر یو لړ موضوعاتو لکه په چین کې د افغانستان د سوداګریز، ترانسپورټي، لوژستیکي او مالي مشخص چوکاټ رامنځته کولو په تړاو خبرې کړې دي.

سرچینه لیکي په دغه لیدنه کې همدارنګه د صادراتو معیاري کولو په موخه د چین معتبر لابراتوار پرانیستنې، افغان سودګارو ته د ویزې ورکړې، د پانګونې د پراختیا هوکړه لیک لاسلیکول، اقتصادي زونونو جوړول، له اوبو، باد او لمر څخه په ګټې اخیستنې سره د انرژۍ په برخه کې پانګونې او په صنعت پرخه کې د افغان انجینرانو لپاره د روزنو برابرولو په تړاو هم بحث او خبرې اترې وشوې.

Leave a reply