اوکرایني ځواکونه وايي کیف ته نږدې سیمې بېرته نیسي

اوکرایني ځواکونه وايي کیف ته نږدې سیمې بېرته نیسي
دفاع وزارت دغه راز ویلي، اوکرایین ځواکونه توانېدلي چې د پلازمېنې شمال لوېدیځ کې روسي ځواکونه له هغو سیمو یو څه پر شا وتمبوي چې مخکې یې نیولې وې. د بریتانیا ارزونه دغه راز ښيي چې د روسي ځواکونو اکمالاتي لارې خورا ډېرې شوې دي.
(2022 / 3 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بریتانیا دفاع وزارت د اوکراین جګړې په هکله د استخباراتي معلوماتو له مخې وايي، اوکرایني ځواکونو پلازمېنې کیف ته نږدې یو شمېر ښارګوټي او مهم دفاعي مورچلونه بېرته نیولي دي.
دفاع وزارت دغه راز ویلي، اوکرایین ځواکونه توانېدلي چې د پلازمېنې شمال لوېدیځ کې روسي ځواکونه له هغو سیمو یو څه پر شا وتمبوي چې مخکې یې نیولې وې. د بریتانیا ارزونه دغه راز ښيي چې د روسي ځواکونو اکمالاتي لارې خورا ډېرې شوې دي.
ورته مهال د اوکرایین لویه څارنوالي وايي، له هغه راهیسې چې روسي ځواکونو پر اوکراین یرغل کړی، ۱۳۵ ماشومان په جګړو کې وژل شوي او ۱۸۴ نور ټپیان شوي دي.