عمران خان ته د نه باور رایه دوشنبې ورځې ته وځنډول شوه

عمران خان ته د نه باور رایه دوشنبې ورځې ته وځنډول شوه
په نننۍ غونډه کې د اپوزېسیون ګوندونو ۱۵۹ پارلمان غړي شامل وو او ځینو د پارلمان مشر پر پرېکړه ناخوښي څرګنده کړه. د قیصر له پرېکړې وروسته اپوزېسیون مشر د وینا هڅه وکړه، خو د پارلمان ورته پاملرنه نه ده کړې.
(2022 / 3 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان ولسي جرګې هغه غونډه تر دوشنبې وځنډول شوه، چې ویل کېدل لومړي وزیر عمران خان ته د نه باور لپاره یې د رایو ورکړه هم په اجنډا کې شامله وه.
د پارلمان مشر اسد قیصر د بېلا بېلو دلیلونو له بیانولو وروسته وویل، د نه باور پر تحریک به راتلونکې غونډه کې کار کېږي.
په نننۍ غونډه کې د اپوزېسیون ګوندونو ۱۵۹ پارلمان غړي شامل وو او ځینو د پارلمان مشر پر پرېکړه ناخوښي څرګنده کړه. د قیصر له پرېکړې وروسته اپوزېسیون مشر د وینا هڅه وکړه، خو د پارلمان ورته پاملرنه نه ده کړې.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د صدراعظم عمران خان په واک کې د پاتې کېدو یا لرې کېدو لپاره نن په پارلمان کې رایه اچول کیږي، خو عمران خان ویلي چې واک نه پریږدي او استعفا نه ورکوي.






