امنیتي ځواکونو په پاکستان د برید هڅه شنډه کړې ده

0
126

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان څخه د مارچ د 23مې او 24مې نېټې په مېنځنې شپه پاكستان ته د ترهګرو د داخلې او برید کولو یوه هڅه شنډه كړې ده.
د پاکستان پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې ترهګرو د شمالي وزيرستان په حسن خېل سيمه كښې په پاکستان پوسته د برید کولو هڅه كړې كومه چې ځوانانو په وخت شنډه كړې او د ترهګرو د ډزو ی بشپړ ځواب وركړے او د ترهګرې دا هڅه ی شپه بشپړ توګه ناکامه کړې ده.
د آيی ایس پي آر مطابق ترهګر په ناكامې تښتېدلي دي. د انټېلي جنس اطلاعاتو له مخې ترهګرو ته ډیر لوي ځاني زيان رسېدلې دې.

د رپورټ مطابق ترهګرو سره د ډزو په تبادله كښې څلور د پاکستان امیتي ځواک ځوانان په مړانه جنګېدو سره شهيدان شوي دي. ه شهيدانو كښې د غذر، ګلګت بلتستان 34 كلن لانس حوالدار وجاهت عالم، د شېخوپوره 25 سپاهي ساجد عنايت، د غذر، ګلګت بلتستان 32 كلن سپاهي مقبول حيات او د سكردو 22 كلن سپاهي ساجد علي شامل دي.د پاکستان لوړ پوړه چارواکو د امنیتي ځواکونو دا قرباني ستایلې ده او ویلي ی دي چې ځوانانو د پاکستان او د پاکستاني اولس لپاره خپل ځانونه قربان کړل.

Leave a reply