پیښور د ملاوټي خوراکي توکو مرکز جوړ شوې دې

0
151

باغي ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا سيفټي اينډ هلال فوډ اتهارټي او ضلعي انتظامي چارواکي د خوراکي توکو په چیکنګ باندي خاموشه دي او په ښار کې د غیرمعیاري خوراکي توکو خرڅوونکو په ضد عملیات نه کوي چي له وجي ئي د پيښور په ټولو بازارونو کښي د خوراکي توکو کې غیر معیاري خوراکي توکي ملاویږي او دا ناوړه کار روانه دې او دا دوکانداران او نور سوداګر د خلقو د ژوند سره لوبې کوي.
ددې ناوړه کار په ضد په رسمي توګه کاروایی نه ده شوې او په ښار کې د ملاوټ څخه ډک د خوراکي توکو جوړولو کار لړۍ روانه ده او د اړوند ادارو له لوري ددوي په ضد هیڅ کومه کاروایی نه کیږی.
د مشرق رپورټ مطابقو د ضلعي انتظاميې سرچينې وائي چې په ښار کې ددې غیرمعیاري ملاوټي خوراکي توکو خرڅوونکي په ضد او ددې کار د مخنيوي دپاره ټيمونه جوړ شوي او د راتلونکې ګل ورځ څخه به د ښار په ټولو بازارونو کې بشپړ عمليات ترسره شي،
په رپورټ کې زیاته شوې چې داسې کسان به جریمه کړې شی چې غیرمعیاري ملاوټي خوراکي توکی جوړوي او په ښار کی ی خرڅوي.

Leave a reply