د اسلام آباد یو عدالت ۵ مجرمانو ته د عمر قید سزا اورولې ده

0
142

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد یوې محکمې د یوه هلک او نجلۍ پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د غیر اخلاقي ویډیوګانو جوړولو په قضیه کې د عثمان مرزا په ګډون پنځو تنو ته د عمري بند سزا اورولې ده.
د تفصیلاتو ترمخه د اسلام آباد په ای الیون سیکټر کښي د هلک او جینۍ په ضد د تشدد او د هغوی د غیر اخلاقی ویډیو جوړولو د مقدمې اورېدنه په ایډیشنل سیشن کورټ کښې اوشوه چې پکښې پولیس د عثمان مرزا په شمول ټول ملزمان عدالت ته وړاندې کړل.
د اورېدنې په مهال عدالت د ملزم فرحان شاهين نه پوښتنه وکړه چې څه شوي، ته په موقع موجود وې؟ په ځواب کې فرحان شاهین وویل چې هغه بې ګناه دی او په ځای نه وو.
د سیشن جج د ملزم فرحان شاهین په جواب کښې ریمارکس ورکړ چې که حاضر نه شول نو لاړ شه، عدالت پولیس ته حکم وکړو چې ملزم واپس بوځي.
د مشرق رپورټ مطابق دواړو خواوو د ټولو دلائلو اورېدو وروستو سيشن جج د مقدمې اصلي ملزمان عثمان مرزا، ادريس قيوم بټ، فرحان شاهين، عطاء الرحمان او محب بنګش ته د عمر قيد سزا واوروله او دوه ملزمان عمر بلال او ريحان يې بري کړل.

Leave a reply