د پیښور اولس احتجاجي مظاهره کړې ده

0
135

باغی ټي وي رپورټ
د بجلۍ او سوئي ګيس د زیات لوډشيډنګ له وجي د پيښور ځایی خلق سړکونو ته راووتل۔ احتجاجي لاريون کوونکو ټايرونه وسوځول او سړک ی دواړو غاړو ته يې د ټریفک پر مخ وتړل، چې له امله يې د ټریفک نظام سخت زيانمن شو.
د زیارت په ورځ د ګلبرګ په نوتهیه کې اوسیدونکو د ګیس او بجلۍ لوډشیډنګ پرضد مظاهره وکړه او غوښتنه ی وکړه چې په دې سیمه کې دې زیات د بجلۍ او ګیس لوډشیډنګ ختم کړې شي، اولس شکایت وکړو چې په دې سیمه کې په ګهنټو ګهنټو لوډشیډنګ کیږي.
د مشرق رپورټ مطابق احتجاج کوونکو صدر روډ دواړو خواو ته بند کړے وو او ټائرونه ئې سوځولي وو چي له وجې ئې په صدر روډ باندي د ټریفک نظام سخت متاثره شو۔
د موټرو کرښې جوړې شوې شوې او پيښور کښي سړک پينځه ګهنټو پوري بند کړے شوے وو چي له وجهې ی نور اولس بد متاثره شو.
په دي موقع ښاريانو د ګيس محکمي او پيسکو انتظاميي خلاف نعري وهلي۔
د احتجاجي مظاهرې مشري د اين سي 31 چيئرمېن نور عثمان کوله۔ د لاريونونو له امله نږدې روغتون ته راغلي ناروغان هم له سختو ستونزو سره مخ شول. لاريون ته وينا کې ويناوالو وويل چې د بجلۍ او ګيس لوډشيډنګ له وجې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي

Leave a reply