روسیې؛ د افغانستان له دفاع وزارت سره د ۱۷ ټنه طبي توکو مرسته وکړه

0
307

روسیې؛ د افغانستان له دفاع وزارت سره د ۱۷ ټنه طبي توکو مرسته وکړه

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی او له افغان چارواکو سره يې د ليدنو پر مهال ژمنه کړې چې ژر به د هغو پروژو عملي کار پيل کړي چې د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لرلی شي.

(2022 / 2 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له صحيې قوماندانۍ سره د ۱۷ ټُنه طبي توکو مرسته وکړه. د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې تېره ورځ، د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خوا د ملي دفاع وزارت صحيې قوماندانۍ ته وسپارل شوې.

سرچینه زياتوي، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب له ضمیر کابلوف سره په ليدنه کې د افغانستان له خلکو سره د روسیې د بشري مرستو له امله مننه وکړه.

Leave a reply