د قامي اسمبلۍ غونډه ګل ورځ پورې وځنډول شوه

باغی ټي وي رپورټ
سپيکر اسد قيصر د قومي اسمبلۍ غونډه د ګل په ورځ د مارچ تر ۲۸مې نېټې پورې وځنډوله او په حق رسیدلو غړو د مغفرت لپاره يې دعا وكړه.
د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې غونډه كښې د اسمبلۍ پخواني صدر رفيق تارړ، سېنېټر رحمان ملك او د پېښور په جومات كښې د بمي چاؤدنې د شهيدانو او نورو وژل شويو غړو د مغفرت لپاره ی دعا وکړه۔
د وفاقي وزير پير نور الحق قادري لخوا د مغفرت دعا نه پس سپيكر د قومي اسمبلۍ غونډه د مارچ تر ۲۸مې نېټې پورې وځنډوله .
اسد قیصر وویل چې دا د قومي اسمبلۍ د روایت برخه ده چې که د پارلمان کوم غړی وفات شي نو د هغې ورځې غونډه د یوې ورځې لپاره ځنډول کیږي او زه هم د همدې روایت په ساتلو سره د یوې ورځې لپاره د قامي اسمبلۍ دا غونډه د یو ورځې لپاره د ځنډولو اعلان کوم.
اسد قیصر زیاته کړه چې د اپوزیشن لخوا وړاندې کړل شوي د عدم اعتماد تحریک په ضد به د قانون مطابق اقدام کوي.






