شمالي کوریا خپل تر ټولو ستر توغندی آزمویل دی

شمالي کوریا خپل تر ټولو ستر توغندی آزمویل دی
جاپان د شمالي کوریا په دغه کار پارېدلی دی. توکیو وايي چې دې کار د سیمې سوله او مصونیت ګواښلي دي. خو شمالي کوریا وايي چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته په کتو یې دا میزایل په عمودي بڼه توغولی او ازمایلی دی.
(2022 / 3 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد د تر ټولو قوي او ستر بین البراعظمي میزایل د ازمایلو ننداره ورکړه.
دا میزایل له یوې وچې څخه بلې وچې ته توغول کېدای شي.
د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي دا میزایل د امریکا په وړاندې د شمالي کوریا اټومي ځواک غښتلی کوي. دا له ۲۰۱۷ څخه راپدیخوا د شمالي کوریا تر ټولو قوي او لوی بین البراعظمي میزایل بلل کېږي او داسې ښکاري چې د دغه هېواد د نورو میزایلو په پرتله لوړه ارتفاع او ډېر واټن وهلی شي.