څوک چې ګوند ته ووټ نه ورکوي،هغه ډیر لوی خیانت کوي: د پاکستان سپریم کورټ

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د صدارتي ريفرنس او د سپريم کورټ بار د آرټيکل 63A تشریح لپاره د درخواست اورېدنې په مهال بیان کې وئيلي دي چې امانت ماتونکي ته غدار ويل کيږي او په قرآن کې د غدارۍ سخته سزا ده .
د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ کې پنځه کسيز لوي بنچ د ارټيکل 63A تشریح لپاره د صدارتي ريفرنس او سپريم کورټ بار د درخواست اورېدنه کوي.
د جیو رپورټ مطابق پاکستان اټارني جنرل بيرسټر خالد جاويد خان د دليلونو ورکولو په مهال وويل چې د سندهه هاوس کې د مخصوصو څوکيو لرونکي غړي هم موجود وو، مخصوصې څوکۍ د پارټۍ له اړخه په یو فهرست سره ورکول کیږي.
د پاکستان چيف جسټس ريمارکس ورکړل چې د هغه په وينا څوک چې ګوند ته ووټ نه ورکوي هغه خيانت کوي، امانت ماتونکي غدار بلل شوي او په قرآن کې د خيانت سخته سزا ده.قاضي القضا عمر عطا بندیال ویلي چې قوي ګوندي نظام د قوي جمهوري نظام ضمانت دې .





