کابلوف ویلي چې ژر به د افغانستان د اقتصاد ژغورلو لپاره د بیا رغونې پروژې پیل شي
کابلوف ویلي چې ژر به د افغانستان د اقتصاد ژغورلو لپاره د بیا رغونې پروژې پیل شي
د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، کابلوف ویلي چې له تخنیکي بحثونو وروسته به ژر د هغو پروژو عملي کار پيل کړي، چې د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لوبولی شي.
(2022 / 3 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د رییس الوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، کابلوف ویلي چې له تخنیکي بحثونو وروسته به ژر د هغو پروژو عملي کار پيل کړي، چې د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لوبولی شي.
هغه دغه راز زیاته کړې ده چې کابل ته د نوموړي د سفر یوازینۍ موخه د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړي کول او په هغو برخو کې ګډ کار کول دي چې افغانستان ورته تر نورو ډېره اړتیا لري.
په همدې حال کې ملا برادر په بشري او امنیتي برخو کې د روسیې د مرستو مننه کړې ده او په نړیوالو فورمونو کې یې د افغانستان په اړه د روسیې دریځ ستایلی دی.