حکومت د جنوبي پنجاب جلاصوبې لپاره بل وړاندې کوي

0
162

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي کابينې د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو لپاره د آئيني ترميم بل منظور کړې دې۔
د کابينې سرچينې وائي چې د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو لپاره د آئيني بل منظوري د سرکوليشن سمري په ذريعه شوې ده.
د جیو رپورټ مطابق، سرچينې زياته کړې، چې حکومت به دا بل د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د جنوبي پنجاب صوبه یوه جلا صوبه جوړولو لپاره وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده چې له ډېرې مودې راهيسې د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو غوښتنه شوې وه خو تر اوسه پورې دا غوښتنه نه ده عملي شو، پي ټي ايي په انتخابي منشور کې د جلا جنوبي پنجاب صوبې جوړولو ژمنه هم شامله وه.

Leave a reply