پیښور سره نزدې د ترهګرو په ضد عملیات شوي

0
120

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د سي ټي ډي او ځايي پوليسو د استخباراتي معلوماتو پر اساس عمليات کړي چې په ترڅ کې يې د داعش يو کمانډر وژل شوی دی.

د تفصيلاتو ترمخه دغه عمليات د ارمړو پوليس سټيشن سيمه کښې د خفيه اطلاع پراساس ترسره شوي چې پکښې د ترهګرو او پوليسو ترمينځه دوه ساعته ډزو تبادله شوې چې پکښې مطلوب ترهه ګر دانيال نومې تن وژلې شوې ولې دوه ترهه ګر په تېښته بريالي شوي دي۔
د سي ټي ډي چارواکو ترمخه د وژل شوي ترهګر تعلق د داعش ترهګرې ډلې سره وو، دانيال په نوم ترهګر د کوچہ رسالدار په چاودنه، پي اے ايس آئي نعمان خان، اے ايس آئي امتياز خان، د ټريفک وارډنز په هدفي وژنو او جلوزئي موبائيل وين حمله کښې ککړ وو۔

سي ټي ډي او مقامي پوليس اهلکار دې ځای ته رسيدلي او د تښتيدلو ترهګرو د نيولو لپاره س سيمه کښې د لټون عمليات وس هم دوام لري.

Leave a reply