برېټانیا اوکراین ته شپږ زره نور توغندي ورکوي

برېټانیا اوکراین ته شپږ زره نور توغندي ورکوي
جانسون وایي څلور زره توغندي یې مخکې اوکراین ته ورکړي وو او شپږ زره نور به هم ورکوي چې په پرمختللې ټیکنالوژۍ سمبال دي او د ټانکونو د ویشتلو او له منځه وړلو وړتیا لري.
(2022 / 3 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي چې د ناټو په غونډه کې له اوکراین سره پر همکارۍ ټینګار کېږي.
د ده په خبره برېټانیا اوکراین ته شپږ زره نور توغندي هم ورکوي او همدا راز به اوکرایني پوځيانو او پيلوټان ته د مرستې په موخه شاوخوا ۲۵ میلیونه پونډه لېږي.
د دې تر څنګ برېټانیا ټینګار کړی چې له اوکراین سره د دفاع لپاره لا ډېرې مرستې کوي.
جانسون وایي څلور زره توغندي یې مخکې اوکراین ته ورکړي وو او شپږ زره نور به هم ورکوي چې په پرمختللې ټیکنالوژۍ سمبال دي او د ټانکونو د ویشتلو او له منځه وړلو وړتیا لري.





