امریکا له کاناډا غوښتي چې زرګونه افغان کډوالو ته په خپل هېواد کې ځای ورکړي

کاناډا هم وایي چې دوی ددې کسانو د منل کېدو پر پروسه کار کوي او هڅه کوي ژر تر ژره یې چارې نهایي کړي. امریکا له افغانستان د وتلو پر مهال زرګونه کسان ایستلي دي، خو لا هم داسې کسان شته چې د افغانستان پر ځای په یوه درېیم هېواد کې دي او امریکا یې باید له دې هېوادونو تخلیه کړي.
(2022 / 3 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې امریکا او کاناډا دمګړی په ګډه پر هغه پلان کار کوي چې له مخې به یې پنځه زره افغان کډوال د امریکا پر ځای کاناډا ته لېږل کېږي.
د سرچینو په خبره دا هغه کډوال دي چې امریکا ته یې د ځانګړو وېزو غوښتنه کړې خو د امریکا پر ځای به کاناډا ته لېږل کېږي. دا کسان له امریکا نه بلکې له بل درېیم هېواد کاناډا ته لېږل کېږي.