قطر د ا.ا.ا د نجونو زده کړو پۀ اړه وروستۍ پرېکړه خواشینوونکې ګڼلې ده

قطر د ا.ا.ا د نجونو زده کړو پۀ اړه وروستۍ پرېکړه خواشینوونکې ګڼلې ده
دغه وزارت زیاته کړې چې قطر یو اسلامي هېواد دی او ټول وګړي پکې د زده کړو او تعلیم حق لري نو له همدې امله د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې اسلامي ارشاداتو ته په کتو د نجونو د زده کړو په تړاو خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.
(2022 / 3 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي د نجونو د ښوونځیو په تړاو د نوي حکومت پرېکړه خواشنوونکې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوي حکومت د ښوونځیو د پرانیستل کېدو ژمنه کړې وه، نو اوس له خپلې پرېکړې په شا کېدل خورا خواشینوونکې خبره ده.
دغه وزارت زیاته کړې چې قطر یو اسلامي هېواد دی او ټول وګړي پکې د زده کړو او تعلیم حق لري نو له همدې امله د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې اسلامي ارشاداتو ته په کتو د نجونو د زده کړو په تړاو خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.
سرچینه وایي چې ددغه پرېکړې دوام به افغانستان ته ناوړه اقتصادي او سیاسي پایلې ولري.






