په کندهار ولایت کې د ا.ا د کابینې درې ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې ده  

0
168

په کندهار ولایت کې د ا.ا د کابینې درې ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې ده

په اعلامیه کې راغلي چې په یاده غونډه کې د ا.ا مشر مولوي هبت الله اخندزاده خپلو وزیرانو او مسئولینو ته  د بیلابیلو ادارو او شعبو د کارونو، د ا.ا د لا پیاوړتیا او قوت، د نظم او دسپلین ټینګېدو او د ستونزو د حل په منظور  لازمې سپارښتنې کړې دي.

 

(2022 / 3 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ا.ا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په یاده غونډه کې د رئیس الوزرا او د هغه د مرستیالانو په ګډون د کابینې ګڼو غړو ګډون کړی و.

په اعلامیه کې راغلي چې په یاده غونډه کې د ا.ا مشر مولوي هبت الله اخندزاده خپلو وزیرانو او مسئولینو ته  د بیلابیلو ادارو او شعبو د کارونو، د ا.ا د لا پیاوړتیا او قوت، د نظم او دسپلین ټینګېدو او د ستونزو د حل په منظور  لازمې سپارښتنې کړې دي.

په غونډه کې دغه راز  د ا.ا د ادارو په قوانینو، اجرائاتو، له خلکو سره په تعامل، اقتصادي ستونزو ته د اساسي حل لارو پیداکولو باندې ټینګار شوی دی.

د ریاست الوزراء د مرستیال ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون ته دنده سپارل شوې ده چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګه راجلب کړي، څو  د بریښنا د تولید، سړکونو جوړولو او د کانونو په سمه توګه استخراج ته لاره هواره شي او د ټولو سترو او کوچنیو اقتصادي پروژو لپار سهلتونه برابر شي.

په غونډه کې د ا.ا مشر ویلي، چې که وس او توان یې وشي هر افغان ښځې او نر ته به معاشونه وټاکي.

Leave a reply